Language

سبا د هېواد په درېیو ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): له پولیو د پاک افغانستان بنسټ وایي چې سبا به په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.

له پولیو د پاک افغانستان بنسټ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پولیو (ګوزڼ) جزوي زرقي واکسین کمپاین سبا د یادو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې پیلېږي.

یاد بنسټ ویلي چې په دغه کمپاین کې به په ټاکل شوو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه (څاڅکي OPV او زرقي fIPV) ورکړل شي څو د هغوی د بدن د معافیت سیسټم پیاوړی او د ویروس خپرېدو مخنیوی وشي.