مزارشریف (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): افغان او اوزبېکستاني چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سرحدي سیمو د امنیت لا ټینګښت او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي محمدیوسف وفا د اوزبېکستان د رسمي بلنې پر اساس، د بلخ د یو شمېر دولتي ادارو د مسوولینو په ملتیا د یاد هېواد ترمذ ښار ته سفر وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ د والي په مشرۍ افغان پلاوي د ترمذ ولایت له والي قاسیموف اوغلبیک او یو شمېر نورو اوزبېکستاني چارواکو سره وکتل.
سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې د سرحد د امنیت د ټینګښت، دوه اړخیزو سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا، د اوزبېکستان له خوا افغانانو، په ځانګړې توګه سوداګر او صنعتکارانو ته د ویزو ورکولو، د هوايي شرکتونو او رېلپټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو ډېرولو او فرهنګي مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د بلخ والي ویلي چي د دواړه هېوادونه ترمنځ باید په علمي، فرهنګي، کلتوري، امنیتي او تجارتي برخو کې همکارۍ لا زیاتې شي او د اوزبېکستان هېواد علما او فرهنګي شخصیتونه دې بلخ ته یو علمي او فرهنګي سفر ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP