Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند د ایبک – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي چې دغه پېښه تېره شپه د یوه کرولا او فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د خُلم ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ترافیکي پېښو امریت د دې ولسوالي کلینیک ته لېږدولي او اوس تر درملنه لاندې دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولین د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.