کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند په خوست کې له خبریالانو سره یوه ناسته کې ویلي، رسنۍ باید تل د ملي ګټو او لوړو مصالحو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړی چې د ا.ا د شرعي اصولو مطابق به تل له رسنیو سره همکار پاتې شي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د خوست ولایت له وياندويانو او خبریالانو سره وکتل.
هغه د فرضي کرښې په اړه د وروستیو نښتو په تړاو د رسنیو رول ستایلی او ټینګار یې کړی چې رسنۍ باید تل د ملي ګټو او علیا مصالحو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
ده ویلي: «نن الحمدالله د خوست د ولسونو او د ټول افغان ملت د مبارزو په نتیجه کې، په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی چې له برکته یې اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز او رسنیز پرمختګونه رامنځته شوي، د رسنیو رول د دغو لاستهراوړنو په انعکاس کې مهم او مثبت دی او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت د شرعي اصولو مطابق به تل له رسنیو سره همکار پاتې شي.»
خبرپاڼه کې راغلي، قانع د خپلو خبرو په دوام د رسنیو، ویاندویانو او قلمي مبارزینو یووالی وستایه او دا یې د اسلامي امارت د ملي اجماع او متقابل درناوي څرګندونه وبلله چې د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د پوهاوي او د ملي ګټو د خوندي ساتنې لپاره حیاتي دی.
د ده په خبره: «د شلو کلونو جهاد په پایله کې دغه اسلامي نظام رامنځته شو او د دغه نظام د دوام لپاره د رسنیو ونډه مهمه ده؛ ځکه چې غربي مطبوعات د اسلامي نظام پر ضد تبلیغات کوي، نو ملي رسنۍ باید د حقایقو په بیان، د ولسونو د ذهنونو روښانه کولو او د ناسمو تبلیغاتو په خنثی کولو کې فعاله رول ولوبوي.»
کورنیو چارو وزارت لیکلي، قانع د تبعیض، قومپرستۍ او ژبني تعصباتو له منځه وړل د اسلامي نظام لاستهراوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ باید د شخصي ګټو پر ځای د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
هغه ویلي، د خوست رسنۍ د ولس د پوهاوي، فرهنګي بیدارۍ او ښوونې برخو کې مهم رول لري او ژمنه يې کړې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې به تل خپل مسوولانه فعالیت ته دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP