کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د مکسیکو په سونورا ایالت کې په یوه سوپرمارکېټ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې دا چاودنه شنبه ورځ د «هرموسیو» ښار په مرکز کې د «والدوس» په نوم یوه پلورنځي کې شوې ده.
راپور کې راغلي، یاده پېښه هغه مهال شوې چې د مکسیکو خلک د خپل دودیز «د مړو ورځ» جشن په نمانځلو بوخت وو؛ دا هغه ورځ ده چې کورنۍ د خپلو مړه شوو خپلوانو یاد تازه کوي.
سرچینې لیکلي چې چاودنه پرون (د ګرینویچ پر وخت) ماسپښین شاوخوا دوه بجې شوې او د اور د خپرېدو مخنیوي لپاره شاوخوا پلورنځي تړل شوي دي.
راپور کې ویل شوي چې په دې چاودنه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP