Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د «کمربندي پهلوانۍ» سبک غېږنیونې سیالۍ د هرات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

فراه (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): فراه کې د غېږنیونې ملي لوبډلې «کمربندي پهلوانۍ» سبک ټاکنیزې سیالۍ چې له ۱۱ ولايتونو په‌کې ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، د هرات د منتخب ټيم په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د فراه چارواکي وايي، دا سيالۍ د هرات، فراه، کندهار، فارياب، بادغيس، هلمند، نيمروز، اروزګان، زابل، غور او بادغيس ولايتونو د ورزشکارانو په ګډون د فراه ولايت په کوربه‌توب ترسره شوې.

د فراه د ورزش، بدني روزنې او المپيک امريت د مطبوعاتي دفتر مسوول علي‌احمد افضلي وايي، دا سيالۍ د ۱۲۰ پهلوانانو په ګډون د ملي لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې دي.

هغه زياتوي چې د دې دورې په سياليو کې د هرات منتخبې لوبډلې د ۶۴ امتيازو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړی دی.

افضلي دغه‌راز وايي، فراه د ۵۶ امتيازو په ترلاسه کولو سره دویم مقام او بادغيس د ۵۲ امتيازو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

د افضلي په وينا، دا سيالۍ چې درې ورځې یې دوام وکړ، په پاى کې له بېلابېلو ولايتونو څلوېښت ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

بلخوا، خالد چې د دغو سياليو يو ګډونوال و، له ملي سوداګرو وغوښتل چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي او د ورته سياليو د دوام غوښتنه يې هم وکړه.

ويل کېږي چې دا لومړی ځل دی چې فراه د دغو سياليو کوربه‌توب کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.