Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د کندهار د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په نېش په ولسوالۍ کې د «دره‌نور» ښوونځي لپاره د نږدې اته میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مدیر زبیر احمد ذاکرمل د دوشنبې په ورځ پژواک ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ودانۍ د جوړېدو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له‌خوا برابر شوی دی.

د ده په وینا، نوې ودانۍ د اووه میلیونه او ۹۶۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او په کې درسي او اداري خونې، تشنابونه، د اوبو او برېښنا سیستمونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ذاکرمل زیاته کړه، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به سلګونه زده‌کوونکي د مناسب چاپېریال په لرلو سره خپلې زده‌کړې پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د اووه میلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۴ښوونځیو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.