Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو لپاره معیاري لابراتوار پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ارزونې او د ناروغیو د تشخیص لپاره یو معیاري لابراتوار د خصوصي سکټور له لوري د دوه میلیون ډالرو په پانګونه جوړ او نن پرانیستل شو.

نن (سه شنبه) د دغه مرکز د پرانیستې مراسم د رییس‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د عامې روغتیا د وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون ترسره شول.

ملا عبدالغني برادر دغه لابراتوار د هېواد د کرنیز سکټور لپاره مهم او بنسټیز پرمختګ وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د خصوصي سکټور ترڅنګ ولاړ دی او هڅه کوي چې ورته معیاري لابراتوارونه په ټولو ولایتونو کې جوړ شي.

هغه له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې په رښتینولي او مسلکي تعهد سره خپلې چارې پر مخ یوسي.

مسوولین وايي، په دغه لابراتوار کې به د خاورې، اوبو او سرې معاینات، د کرنیزو محصولاتو کیفیت ارزونه او د افت‌ضد درملو لابراتواري کتنې ترسره کېږي چې دا به د کرنې د حاصلاتو په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د لابراتوار له بنسټ اېښودونکو ضیاءالحق وزیرزي وویل، د صادراتي او وارداتي کرنیزو توکو د معاینې ظرفیت به نه یوازې د بزګرانو لپاره د معیاري موادو د کارونې زمینه برابره کړي، بلکې د کرنیزو محصولاتو ارزښت به هم لوړ کړي.

د نوموړي په وینا، دغه مرکز به د هېواد اقتصادي باور زیات او افغانستان به په کرنیزو برخو کې د بهرنیو موادو له اړتیا خلاص کړي.

د سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد په دغو مراسمو کې وویل، د تولیدي صنعت برخه کې د روانو اصلاحاتو او هڅو له امله هېواد د اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دی.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په دوره کې د فابریکو شمېر له ۳۰۰۰ څخه ۶۵۰۰ ته رسېدلی او اقتصادي زیربناوې په چټکۍ سره رغېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالاحد صدیقي د دغه مرکز پرانیستل د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ګام وباله. نوموړي له صنعتکارانو او پانګه‌والو وغوښتل چې د امن او مناسب فرصتونو له امله دې په بېړه پانګونه وکړي.

د ده په وینا، کرنه پراخ ظرفیتونه لري او اړتیا ده چې عصري سیسټم ته واوړي.

د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني له پاکستان سره د سوداګرۍ په تړاو د حکومت پرېکړه د صنعتکارانو د غوښتنو برخه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې د برېښنا کمښت او د صنعتي پا رک پراختیا هغه مهمې ستونزې دي چې باید حل شي.

هغه وویل، که برېښنا او صنعتي ځمکه برابره شي، د سیمې مېوې به په سرحدونو کې له خرابېدو وژغورل شي او افغانستان به نړۍوالو بازارونو ته د خپل تولید صادرولو توان پیدا کړي.

یاد لابراتوار چې چارې یې په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوې وې، د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره یې د کار سرعت زیات شو او اوس په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.