Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د والیبال سیالۍ د «اتحاد بازارک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

پاراخ (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): په پنجشېر کې د والیبال خزاني جام سیالۍ چې د دغه ولایت د ورزشي امریت په همغږۍ پیل شوې وې، د «اتحاد بازارک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پنجشېر د ولایت مقام ویاند سیف‌الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یادو سیالیو کې د ولسوالیو او مرکز شلو لوبډلو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې په وروستي پړاو کې د اتحاد بازارک لوبډلې لومړی مقام، د وحدت عبدالله‌خېل لوبډلې دويم مقام او د دره او ابشار ولسوالیو د «نبرد» لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

نوموړي ټینګار وکړ چې د امنیت له ټینګښت او د ارامې فضا له رامنځته کېدو سره په پنجشېر کې ورزشي فعالیتونه پراخ شوي دي.

هغه دغه‌راز د ځوانانو د ورزشي فعالیتونو په دوام او تشویق تاکید وکړ ویې ویل چې د ورزش د ودې او له نشه‌يي توکو د ځوانانو د لرې ساتلو لپاره د اسلامي امارت له لوري بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي.

د یادونې ده، د برنامې په پای کې اتلانو ته جام، مډالونو او ستاینلیکونه ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.