کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل تاجکستاني سیال سره په ټيليفوني خبرو کې د تاجکستان په خاوره کې د چینایي وګړو مرګژوبله غندلې او ویلي یې دي چې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه «مغرضې ډلې ردوي» چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي نن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراجالدین مهرالدین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمهییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
متقي ویلي چې افغانستان او تاجکستان په وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت بهیر زیانمن کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، متقي د تاجکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښه او د چینایې اتباعو مرګژوبله د غندنې او خواشینۍ وړ بللې او د سیمهییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
مولوي امیرخان متقي دغهراز ویلي چې افغانستان د سرحدي امنیت د ټینګښت، د ګډو تحقیقاتو او هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دی او د «شریرو عناصرو» پر وړاندې ګډ اقدامات یې د وخت اړتیا بللې ده.
رویټرز خبري اژانس تېره ورځ راپور ورکړی و چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله په دوو بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
راپور کې راغلي چې په دوشنبه کې د چین سفارت له چينايي وګړو غوښتي چې په بېړني ډول د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمې پرېږدي.
د خبرپاڼې له مخې، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکې یادې کړې او د سرحدي همغږۍ له پیاوړتیا ملاتړ یې څرګند کړی دی.
ده ټینګار کړی چې تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دواړو وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو پر جوړېدو او د تخنیکي ناستو پر دوام موافقه وکړه څو سیمه د زیات خپلمنځي اعتماد او ثبات شاهده وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP