Language

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۵۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ کورنۍ چې ۱۵۷۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۵۲۱ راستنې شوې کورنۍ چې ۲۶۱۰ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۳۰۶ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۳۹۷ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه  ۲۳۴۹ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وې.