Language

غزني کې یوې ترافیکي پېښې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غزني‌‌ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنیه قومانداني وایي چې دغه پېښه پرون د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ اړوند په «سپین‌بند» سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په پېښه کې دواړو موټر چلوونکو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ښځې ټپیان شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics