کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د هند د روغتیا وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې افغان لوري ته په سمبولیکه توګه د سرطان ضد درملو او واکسینونو له سپارلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د درملو، واکسینونونو او ۱۲۸ سلایس لرونکي سیټي سکن ماشین په ګډون یوه لویه کڅوړه هم افغانستان ته استول کېږي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یوه پلاوي په مشرۍ د لېندۍ په ۲۵مه د هند په بلنه د روغتیایي همکاریو د پیاوړتیا په موخه دغه هېواد ته تللی او د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا، د تجربو تبادله او د ګډو هڅو همغږي بلل شوې ده.
د هند د روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هېواد یې یو ځل بیا د بشري مرستو د دوام او د روغتیا په برخه کې د همکارۍ په ځانګړي توګه د اوږد مهال لپاره افغانستان ته د درملو برابرولو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي: «په یوه اقدام کې د سرطان درمل او واکسینونه وسپارل شول، چې دا د افغانستان د خلکو له روغتیایي اړتیاوو د ملاتړ په اړه د هند ژمنتیا څرګندوي.»
نوموړي زیاته کړې، یوه لویه محموله هم چې درمل، واکسینونه او ۱۲۸ سلایس سيټياسکن ماشین په کې شامل دي، افغانستان ته د لېږلو په حال کې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP