کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵) – راپورونه ښيي چې د یمن حوثیانو د دغه هېواد د نړیوالې ټولنې لهخوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ځواکونو پر وړاندې له چټک پرمختګ وروسته، د یمن د سره سمندر د ټولو ساحلي سیمو کنټرول ترلاسه کړی او د بابالمندب ستراتیژیک تنګي ځینو ټاپوګانو ته هم رسېدلي دي.
الجزیرې نن راپور ورکړی چې حوثیانو د یمن د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې وروستۍ ساحلي سیمې نیولې دي؛ داسې پرمختګ چې د نړۍ د سمندري تګ راتګ پر یوې مهمې لارې، بابالمندب تنګي، د دې ډلې نفوذ زیاتوي.
د راپور له مخې، د یمن د حکومت سرچینو رویټرز ته ویلي چې حوثي ځواکونه د بابالمندب تنګي په ساحل کې د «ذُباب» سیمې ته رسېدلي دي.
حکومتي چارواکو هم ویلي چې د حکومتي ځواکونو له شاتګ وروسته، د حوثیانو د ځواکونو لېږدوونکې کښتۍ د بابالمندب تنګي په منځ کې «میون» یا «پریم» ټاپو ته رسېدلې دي.
یوې سرچینې فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې حوثیانو د بابالمندب سیمې کنټرول بشپړ کړی دی.
خو په صنعا کې د الجزیرې خبریال ویلي چې د حوثیانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د بابالمندب د کنټرول اعلان نه دی کړی.
حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د «مخا» بندري ښار هم نیولی و او وروسته یې د سوېل پر لور سیمو او بابالمندب ته نږدې ټاپوګانو پر لور پرمختګ وکړ.
د بابالمندب تنګی د عدن خلیج له سره سمندر سره نښلوي او د نړۍ د توکو او انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې، له هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ له محدودېدو سره، د دې لارې اهمیت لا زیات شوی دی. د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیلېدو مخکې، د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د انرژۍ لېږد د هرمز تنګي له لارې ترسره کېده.
له دغو تحولاتو وروسته، په سره سمندر کې د سمندري تګ راتګ د امنیت او پر نړیوال انرژۍ بازار د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.