Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

  فطرت: افغانستان د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شاملول غیرمنصفانه ناعادلانه کار دی

کابل (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د سولې او اقتصاد نړۍوال انسټيټيوټ له لوري د ناامنو هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان راوستل ناعادلانه بللي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی دی.

د راپورونو له مخې، د سولې او اقتصاد نړۍوال انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې افغانستان د ناامنو هېوادونو په ډله کې راوستی و او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته «که څه هم جګړې کمې شوې خو کمزورې حکومتولۍ او بشري ستونزو سیاسي بې‌باوریو ته لمن وهلې.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «د دې نهاد په اړه موږ نه پوهېږو چې دوی څوک دي او څرنګه یې د افغانستان په اړه دغسې له حقیقته لری او غیرمنصفانه قضاوت کړی دی او افغانستان یې د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دی.»

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته افغانستان بشپړ امن دی او افغانستان کې یو بې‌مثاله ثبات راغلی او له شاوخوا ۴۵ کلنو جګړو او ناامنیو وروسته د افغانستان خلک دغسې یو بې‌سارې امنیت تجربه کوي.

نوموړی وایي، دا یو د پام وړ پرمختګ دی، باید تقدیر او وستایل شي، نه دا چې په مقابل کې یې منفي تبلیغات وشي او خلکو ته تشویشونه ایجاد شي.

هغه دغه‌راز زیاتوي: «دغه‌ ډول ځینې نهادونه یا خو د ناسمو معلوماتو پر استناد خپل راپورنه ترتیبوي او له اصلي واقعیتونو ناخبره وي او یا هم د ځينو استخباراتي کړیو له لوري هغوی ته پروژې ورکول کېږي تر څو د افغانستان اوسنی وضعیت چې یو بې بیلګې او بې‌سارې امنیتي وضعیت دی، دا ناامنه وښیې او خلکو ته تشویشونه پیدا کړي.»

فطرت ویلي، اسلامي امارت هغه منفي، ناسم او غیرمنصفانه راپورونه او معلومات چې د ځینو نهادونو له خوا نشریږي، په کلکه ردوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.