Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د «ژمي جام» فوټسال سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فوټسال دغه یو میاشتنی ټورنمنټ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو، له مخدره توکو د ځوانانو راګرځولو او خلکو ته د تفریح زمینې برابرولو په موخه پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه ټورنمنټ پرانیستونکې لوبه د «امید منګور» او «قلاغچ» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پایله یې ۹–۳ د «امید منګور» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د سیالیو یوه ګډونوال عبدالخالق شېرزي پژواک ته وویل، خوښ دی چې د المپیک امریت له لوري په مرکز غزني کې دا ډول سیالۍ پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د تجربې پیاوړتیا او له ناوړه کړنو د ځوانانو راګرځېدو برخو کې اغېزناکې تمامېږي.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ترمنځ د ۴۸ لوبډلو د فوټسال دوه میاشتنۍ سیالۍ پای ته رسېدلې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.