کابل (پژواک، ۱۱ مرغومې ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د عمان له چارواکو سره د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، هوایي ترافیکي خدماتو، د کارګو او هوایي دهلېزونو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د عمان هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او همدارنګه د یاد هېواد هوايي چلند ادارې له رئیس نایف بن علي العمري سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، ملا حمید الله اخندزاده د عمان هېواد د ټرانسپورټ وزیر سره په لیدنه کې د ټرانسپورټي اړیکو پراختیا، د دوه اړخیزه همکاریو په پیاوړتیا او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، د ټرانسپورټ وزیرهمدا ډول د عمان د هوايي چلند ادارې له رییس سره په لیدنه کې د هوايي ټرافیکي خدماتو، د کارګو لېږد رالېږد او د هوايي دهلېزونو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو او د مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر د مرغومې په ۹مه د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر عمان ته تللی دی.