Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل ولایتي روغتون کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وايي، د زابل ولایتي روغتون کې د شاوخوا ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰۰ بسترونو په ظرفیت د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه روغتون ظرفیت لوړ او روغتیايي خدمات به یې ښه شي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه د زابل د عامې روغتیا د رییس ډاکټر میرویس افغان له قوله لیکلي، یادې ودانۍ په دوو او درېیو پوړونو کې جوړېږي چې هره یوه به ۱۵۰ بسترونه ولري..

سرچینې زیاته کړې چې د دې پروژې چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې سږ کال زابل ته د ۴۸ میلیون افغانیو په ارزښت درمل او طبي تجهیزات ورکړل شوي، د ولایتي روغتون عمومي تشکیل له ۱۰۰ څخه ۳۰۰ بسترونو ته لوړ شوی او عملي تشکیل یې نږدې ۳۵۰ تنه ته ورسېد خو مخکې د دغه روغتون ظرفیت نږدې ۱۷۰ بستره و.

سرچینه زیاتوي چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د زابل د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه اسانه او کیفیت لرونکي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.