Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د سفر اجنډا وروستۍ کېدل

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ډیپلوماتانو د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه تخنیکي ناسته کې له افغانستان سره د تعامل لپاره د یوه همغږي دریځ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ګډه همغږي کولای شي کابل ته د دغه سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د راتلونکي سفر په اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې په جده کې د قزاقستان سرکنسول رسلان کاسپانوف او د اسلامي همکاریو سازمان کې د دغه هېواد د دایمي استازي مرستیال هم ګډون درلود.

سرچینې لیکلي چې دغه تخنیکي ناسته د افغانستان په اړه کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د راتلونکي سفر د چمتووالي په چوکاټ کې جوړه شوې وه.

په راپور کې راغلي چې د ناستې ګډونوالو دا ناسته د راتلونکي سفر لپاره د چمتووالي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هڅو د همغږۍ په بهیر کې یو مهم پړاو وباله او د ناستې پر مهال اصلي تمرکز د تنظيمي او تخنیکي مسایلو پر ارزونه او کابل ته د تماس ډلې د سفر د اجنډا پر وروستۍ کولو و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډیپلوماتانو همدارنګه د راتلونکو فعالیتونو د مهمو اړخونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د دریځونو پر همغږۍ یې ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.