Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د دوحې پروسې په اړه د یوناما له سرپرستې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، د یوناما له سرپرستې سره افغانستان ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې پر سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور ملاتړ کاري ډلو پر پرمختګونو خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي امیر خان متقي، نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې مشرې، جورجټ ګانیون، سره کتنه کې په راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.
متقي ویلي، د ا.ا. له خوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت‌بښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانېدلي چې د بدیل معیشت او بانکي ستونزو اړوند قناعت‌بښونکې لاسته راوړنې ولري.

د هغه په خبره، ځکه نو اړینه ده چې اړوند لوري هم کوټلي ګامونه واخلي، تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.
د خبرپاڼې له مخې، د یوناما سرپرستې جورجټ د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، مېرمن روزمیري ډیکارلو، د سفر یادونه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، جورجټ همداراز د دوحې پروسې د دوو کاري ډلو د مخکنیو ناستو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې به لا نوره پاملرنه وشي.
یاد وزارت لیکلي، په پای کې یادونه وشوه چې د دې لپاره، چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې له دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي باید ګډ کار او همکاري لا زیاته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.