ژبه

د افغانستان او ویسټ‌انډیز ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل‌اوریزه لوبه نن ترسره کېږي

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ‌اندیز سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن ترسره کوي.

دغه شل‌اوریزه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله له ویسټ‌انډیز سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن ترسره کوي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ نړۍوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ‌انډیز ته د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې وړمه ورځ د ۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.