Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۲۰۲۶ کال اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اندونیزیا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۱۴ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې علي‌احمد محسني، علي‌رضا جعفري او محمدجواد صفري د لوبډلې ګول‌ساتونکي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز عباس حیدري، حمیدرضا حسيني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین‌پور، محمد مرادي، سیدمرتضی حسيني، فرزاد محمودي، سیدمجتبی حسيني، اکبر کاظمي، امید قنبري او سیدحسین موسوي د لوبډلې نور بلل شوي لوبغاړي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بله خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي، په ټایلنډ کې د تمریناتي کمپ تر بشپړېدو وروسته، نن سهار (یک‌شنبه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته رسېدلي دي.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دي.

د دغو سیالیو وروستۍ پړاو به د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷مې بیا د فبرورۍ تر ۷مې)، د ۱۶ لوبډلو په ګډون په اندونیزیا کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.