Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له ایران څخه ماته وخوړه

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴):د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ د اسیا د فوټسال جام د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ماته وخوړه. لوبه د ایران په ګټه ۵–۲ پای ته ورسېده.

د افغانستان لپاره رضا حسین‌پور او محمدجواد صفري ګولونه ووهل.

افغانستان تر دې مخکې د سعودي عربستان او مالیزیا پر وړاندې دوه بریاوې لرلې.

افغانستان به د دې پایلې له مخې د سه‌شنبې په ورځ د یوه‌څلورمې پایلوبې په پړاو کې له جاپان سره لوبه وکړي.