کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین فرعي ملي کمپاین لومړی پړاو پیل شوی چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کمعمره ۷.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پولیو واکسین دغه کمپاین به د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندوز، هرات او بادغیس ولایتونو کې د سلواغې له ۱۳ مې تر ۱۴مې پورې ترسره شي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه کمپاین به په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې د سلواغې له ۱۴مې تر ۱۷مې او د لا ښه چمتووالي په موخه به د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلورو ولسوالیو کې د سلواغې له ۲۰مې تر ۲۳مې پورې ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه کمپاین کې له پنځو کلونو کمعمره ۷.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.
په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له قوله راغلي: «د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو د فلج وحشي ویروس مخه ونیسي.»
نوموړي ویلي: «موږ هڅه کوو د پولیو واکسین کمپاینونو او متممو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو، څو هغه هدف ته چې په ټول هېواد کې د پولیو بشپړ له منځه وړل دي، ورسېږو.»
هغه زیاته کړې، مهمه ده د دیني علماوو، قومي مشرانو، والدینو او د ټولنې د نورو اغېزناکو کسانو لهخوا د واکسیناتورانو ملاتړ وشي، څو هغوی د پولیو پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او د خپلو ماشومانو روغتیا خوندي کړي.
د یادونې ده، پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی او له منځه وړل ممکن دي.