کابل (پژواک، ۱۰ حوت ۱۴۰۴): متحده عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو د اندېښنې په څرګندولو سره د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اختلافاتو د حل لپاره «منطق او عقلانیت»ته په لومړیتوب ورکولو ټینګارکړی او غوښتنه یې کړې چې ستونزې دې له دیپلوماتیکو لارو حل شي، څو په جنوبي اسیا کې امنیت او ثبات پیاوړی شي.
د یاد وزارت په وینا، د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا او د باور جوړونې په موخه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، ایران، چین او روسیې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د پاکستان کورنۍ جګړه نوې موضوع نه ده؛ خو دغه هېواد تل هڅه کړې چې دا پر افغانستان وتپي.
د هغه په وینا، د افغانستان بهرنۍ تګلاره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه ده، تل یې پر سولهییز حل ټینګار کړی او اوس هم غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.