کابل (پژواک، ۹ حوت ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه ویلي، که اړتیا وي کولی شي په دې بحران کې مداخله وکړي، خو له اسلاماباد سره «ډېرې ښې» اړیکې لري.
د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په غبرګون کې کړي او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف یې «فوقالعاده» کس بللی دی.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د پاکستان په اړه یې ارزونه مثبته ده. هغه د اسلاماباد د «امنیتي مدیریت» او د ګواښونو پر وړاندې کړنې ستایلې دي.
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې الیسن ایم هوکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې وضعیت له نږدې څاري او «د افغانستان د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان له دفاع» ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې شپې راهیسې پر افغانستان د پاکستان د نظامي رژیم په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
پاکستان تر دې مخکې هم د افغانستان فضايي حریم نقض کړی او پر ملکي وګړو یې هوايي بریدونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP