Language

فطرت: د پاکستان پوځي رژیم بریدونو له امله ۸۴۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): اسلامي امارت وایي، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي کسان شهیدان شوي، ۱۲۳ ټپیان دي، ۸۴۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې او عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د پاکستان پوځي رژیم د وړمې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پيل کړي دي. چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي وکړي شهیدان شوي چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي.

هغه زیاته کړه چې په یادو بریدونو کې ۱۲۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ده وویل، دې بريدونو کې عامو ولسي خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ۳۷ کورونه بشپړ او ۳۱۶ کورونه نیمه تخریب شوي، ۱۲ دوکانونه او ۱۹ جوماتونه نیمه تخریب او شهید شوي، یو کلینیک او يوه مدرسه هم په‌کې تخريب شوي دي.

فطرت زیاته کړه، د پاکستان د بریدونو او هاوانونو له امله ۸۴۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

ده وویل: «اسلامي امارت دغه تجازو او ورسره ملکي خلک هدف ګرځول پر تر ټولو کلکو ټکو غندي، جنایت یې بولي او په دې اړه د نړۍوالو بشري حقوقو اړوند ادارې، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مربوطه ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د یادو بریدونو او ملکي تلفاتو غندنه وکړي، په مخنیوې کې یې له افغان مظلوم ولس سره ودریږي او د پاکستاني نظامیانو دغه بې باکانه او متجاوز عمل ودروي.»

دی وایي، افغان دفاعي امنیتي ځواکونه له خپل حریم او خلکو څخه د ساتنې او دفاع مشروع حق لري او له دې شرعي حق څخه په استفاده به تر هغو د پاکستان په مقابل کې دریږي، څو یې چې یاد تجاوز او تېری نه وي درولی.