کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې پرون په ټولیز ډول ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي له ایرانه د هرات روزنک تمځای ته رارسېدلي او د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقال په عادي ډول روان دی.
هغه له سوداګرو غوښتي چې له کوم موجه دلیل پرته دې د توکو بیې نه لوړوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د خواف – هرات رېلپټلۍ کمېسارۍ او اړوند ادارې خپلې دندې په ښه ډول پر مخ وړي.
هغه زیاته کړې چې تېره شپه له سوداګریزو توکو ډک یو اورګاډی له ایرانه د هرات روزنک ته راورسېد چې ۳۷ واګونه یې د اهن چادر او ۹ واګونه یې بوره دي.
د هغه په خبره، د پرون ورځې په جریان کې په ټولیز ډول ۹۴ واګونه سوداګریز توکي د روزنک تمځای ته رارسېدلي دي. همداراز تېره شپه یو بل باروړونکی اورګاډی چې خوراکي، ساختماني او د سون توکي پهکې بار وو، هم روزنک تمځای ته رارسېدلی دی.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په عادي ډول روان دی او هيڅ ډول ځنډ نه دی پکې رامنځته شوی.
هغه همداراز ویلي چې د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسؤولینو د معلوماتو له مخې، سلګونه نور واګونونه هم د ایران په خاوره کې د افغانستان پر لور روان دي او په عادي ډول به افغانستان ته داخل شي.
نوموړي له سوداګرو غوښتي چې له کوم موجه دلیل پرته د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP