Language

پزشکیان: ځینو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۴): د ایران ولسمشر وايي چې ځینو هېوادونو د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هېواد یې په سیمه کې پایداره سولې ته ژمن دی، خو د ایران د عزت او اقتدار د دفاع برخه کې هیڅ شک نه لري.

نوموړي زیاته کړې: «ځینو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي؛ زموږ ځواب هغوی ته روښانه دی: موږ په سیمه کې د پایداره سولې لپاره ژمن یو؛ خو د خپل هېواد د عزت او اقتدار په دفاع کې د ستنې د سر هومره هم شک نه لرو.»

هغه ټینګار کړی: «د منځګړیتوب مخاطب باید هغه کسان وي چې د ایران خلکو ته په کم نظر کتلو سره یې د اور لمبې بلې کړې.»

خو مسعود پزشکیان د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وو چې له ایران سره به هيڅ ډول هوکړه ونه شي.