Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري تړي

کابل (پژواک، ۲۱ حوت ۱۴۰۴): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي؛ دا هغه کونسلګري ده چې د افغانستان پولې ته د امریکا تر ټولو نږدې دیپلوماتیکه استازولي بلل کېده.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه کونسلګري پر افغانستان د امریکا د ۲۰۰۱ کال له یرغل نه مخکې، د یرغل پر مهال او وروسته، د عملیاتو او لوژیستیک یو مهم مرکز و.

په راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته د دې قونسلګرۍ د تړلو له پرېکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالر سپما رامنځته کړي او په پاکستان کې د امریکا ملی ګټې به زیانمنې نه کړي.

د راپور له مخې، د دې کونسلګرۍ د تړلو ارزونه شاوخوا یو کال مخکې هغه مهال پیل شوې وه چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د فدرالي ادارو د فعالیتونو د کمولو پروګرام پیل کړ.

د راپور له مخې، دا مهال په پېښور کې د امریکا قونسلګري ۱۸ امریکايي ډېپلوماتان لري او ۸۹ ځایي کارکوونکي لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې استازولۍ د تړلو لپاره به شاوخوا درې میلیونه ډالر ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښور کونسلګرۍ له تړل کېدو وروسته به د امریکايي وګړو او نورو مراجعینو کونسلي خدمات اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت له لارې تر سره کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.