غزني ښار (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۴): د غزني ولایت په مرکز کې د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د دویم نمبر ښارګوټي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني نن په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوال په درناوي او انساني چلند بېرته هېواد ته راستانه کړي او له زور زیاتي څخه دې ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیان باید د افغانستان د ثبات پر وړاندې خنډونه رامنځته نه کړي او ویې ویل: «هیڅ هېواد دې هڅه نه کوي چې افغانستان وازمويي او یا په ټکنالوژۍ او نورو امکاناتو ځانونه برلاسي وبولي، ځکه دا کار به د دوی د پښېمانۍ سبب شي.»
حقاني زیاته کړه چې د یاد ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ شوی او اوس یې د عملي کارونو او د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ښارګوټی په دوو پړاوونو کې جوړېږي؛ په لومړي پړاو کې به په ۶ زره جریبه ځمکه کې ۱۸۰۰ د استوګنې نمرې ووېشل شي او هرې کورنۍ ته به د پنځو بسوو په اندازه ځمکه ورکړل شي.
هغه همداراز وویل چې د ښارګوټي د دویم پړاو چارې هم روانې دي او تمه ده چې ژر به د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شي.
په همدې حال کې د غزني د ښار جوړولو رئیس مولوي نور بلال وویل چې په دې ولایت کې د بېرته راستنو شویو کورنیو شمېر زیات دی؛ له همدې امله د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره دوه نور ښارګوټي هم پلان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ښارګوټي به د غزني د ناور او مقر ولسوالیو کې جوړ شي او د اړوندو تخنیکي او اداري چارو ډېره برخه یې بشپړه شوې ده.
بلخوا د غزني د کور او ښار جوړولو ریاست یو مسلکي انجنیر فرید مسعود وویل چې یاد ښارګوټی به په معیاري او مسلکي ډول جوړ شي او د ښار جوړونې ټول اساسي اصول به پکې په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړه چې په دغه ښارګوټي کې به سړکونه، شنې سیمې، ښوونځي، روغتون، جوماتونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې شي، څو اوسېدونکي وکولای شي په مناسب چاپېریال کې ژوند وکړي.
له بلې خوا هغه کورنۍ چې د ځمکې نمرې یې ترلاسه کړې، پژواک ته وویل چې دوی له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته غزني ته راستانه شوي او دا مهال له سختو اقتصادي او د استوګنې له ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې له کله راهیسې هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو لړۍ پیل شوې، د غزني د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا اووه زره کورنۍ دغه ولایت ته بېرته راستانه شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP