<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د قطر د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تر واک لاندې سمندر کې د یوې چورلکې له لوېدو وروسته، د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">ګلفنیوز د قطر د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې دغه چورلکه د یوه عادي ماموریت پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او په سمندر کې لوېدلې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د راپور له مخې، د قطر د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې ځانګړو ډلو د دغې چورلکې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې چې د چمتو ځواکونو ترمنځ همغږي په دوامداره توګه روانه ده، څو د ټاکل شوو سیمو په کچه د لټون عملیات په هر اړخیز ډول ترسره شي.</p>