کابل (پژواک، ۴ حمل ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په کولمبیا کې یوه پوځي الوتکه د پورته کېدو پر مهال لوېدلې چې له امله یې ۶۶ تنه مړه شوي، څلور نور نادرکه دي او ۵۷ تنه ژغورل شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه ترانسپورتي الوتکه د «هرکولس سي-۱۳۰» ډول وه چې لاکهیډ مارتین شرکت جوړه کړې وه.
سرچینه زیاتوي چې په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره وو چې ۱۱ یې د هوايي ځواک غړي، ۱۱۵ د اردو سرتېري او دوه د ملي پولیسو غړي وو.
د کولمبیا د دفاع وزیر ویلي، دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د «پورتو لېګیزامو» ښار څخه، چې د پیرو پولې ته نږدې موقعیت لري، د پورته کېدو په حال کې وه.
د راپور له مخې، الوتکه لومړی له یوې مانع سره ټکر شوې، وروسته یې یوه وزر له یوې ونې سره لګېدلی، ورپسې یې اور اخیستی او بیا په الوتکه کې موجود ځینې چاودېدونکي مواد چاودلي دي.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۶۶ تنه مړه شوي، ۵۷ تنه ژغورل شوي او څلور لا هم نادرکه دي.
چارواکو ویلي، د الوتکې د لوېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP