Language

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولايت په مرکز جلال‌اباد ښار  کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ټپي شوي یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال‌اباد ښار اتمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې درې ورځې مخکې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر لفظي شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې یو کس ټپي شوی و.

سرچینه زیاتوي، له یادې پېښې سره سم د اتمې امنیتي حوزې منسوبینو سیمې ته ځان ورساوه او په پېښه کې ټپی کس یې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړ چې بېګا یې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

سرچینې لیکلي چې د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي……