Language

د هېواد په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷ میلیون جریب څرځایونه تثبیت شوي

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په تېر یوه کال کې د هېواد په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷ میلیونه او ۵۷۰ زره جریب څرځایونه تثبيت کړي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه څرځایونه په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د موظف پلاوي له خوا بررسي شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو څرځایونو له ډلې څه باندې ۹ میلیونه او ۳۲۱ زره جریب په فاریاب، څه باندې ۴ میلیونه او ۱۶۷ زره جریب په بادغیس او څه باندې ۱۴ میلیونه جریبه یې په بدخشان ولایت کې تثبیت شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه څرځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې موقعیت لري.

عدلیې وزارت لیکلي،  د مرعې د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له خوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څرځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر په پای ته رسېدو سره، یاد څرځایونه د ځمکو په بانک کې ثبتېږي.