Language

د ټرمپ له خوا د ملکي تاسیساتو د په نښه کولو ګواښ؛ عراقچي: د دښمن د ماتې نښه ده

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام ومومي، د ایران مهمې زېربناوې لکه پلونه او د برېښنا د تولید تاسیسات به په نښه شي؛ خو ایران ویلي چې پر ملکي تاسیساتو برید د «دښمن» د ماتې نښه ده.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه کې یوه پیغام کې لیکلي چې د امریکا پوځ «لا هم د هغه څه د له منځه وړلو بهیر نه دی پیل کړی چې په ایران مې پاتې دي.»
هغه زیاته کړې چې راتلونکې موخې کېدای شي پلونه او وروسته د برېښنا د تولید تاسیسات وي.
ټرمپ پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي ویلي، د ایران مشرتابه پوهېږي چې څه باید وکړي او باید ژر اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تهران او د ایران د شمال ترمنځ لوی پل د امریکا د وروستیو بریدونو په ترڅ کې ویجاړ شوی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه پل د ویجاړېدو هرکلی کړی او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي چې پر ملکي تاسیساتو برید د دښمن د ماتې نښه ده.
عراقچي زیاته کړې چې ملکي تاسیسات به بېرته په لا قوي بڼه ورغول شي، خو د هغه په وینا، هغه زیان چې د امریکا نړۍوال حیثیت ته اوښتی، د جبران وړ نه دی.
په همدې حال کې، په امریکا کې د نړۍوالو حقوقو لسګونو کارپوهانو په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي د «جنګي جنایت» په توګه وبلل شي.
دوی د جنیوا کنوانسیونونو ته اشاره کړې چې پر ملکي هدفونو او د خلکو پر حیاتي تاسیساتو بریدونه منعه کوي.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، د جګړې ښکېل لوري باید د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ توپیر وکړي، او پر ملکي زېربناوو لکه پر پلونو او برېښنايي شبکو بریدونه له دغو اصولو سرغړونه بلل کېدای شي.
له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې او تر اوسه یې زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي. دغو نښتو د نفتو بیې هم لوړې کړې او په نړیوالو بازارونو کې یې بې‌ثباتي رامنځته کړې ده.