Language

په تېرو لسو ورځو کې د ورښتونو له امله ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په هېواد کې د ورښتونو له امله ۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند حافظ محمدیوسف حماد وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، پنجشېر، پروان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، زابل، اروزګان، هلمند، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، غره‌ښوېیدنو او تندر لوېدو پېښو له امله ۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۸ کسان نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، دغه‌راز په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۲۶ کورونه بشپړ او ۶۱۷ نور په نسبي ډول تخریب او ۴۹ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

نوموړی وایي، همدارنګه ۹۸ د اوبو څاګانې او شبکې، ۳۱۷۲ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، ۱۸۳ څاروي تلف شوي او په ټولیز ډول ۱۱۸۹ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د حماد د معلوماتو له مخې، د وري میاشتې له شپږمې نېټې څخه تر نن ورځې پورې د هېواد په کچه د بارانونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۷ کسان ټپیان شوي دي.

هغه ویلي،۷۹۳ کورونه په بشپړ ډول، ۲۶۷۳ کورونه په نسبي ډول او ۳۳۷ کیلو متره سړکونه ویجاړ شوي، ۱۱۶۷۶ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او په ټولیز ډول ۵۸۱۱ کورنۍ د طبعي پېښو له امله زیانمنې شوي دي.

Related Topics