شبرغان (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): جوزجان ولایت کې یوه متشبثه ښځه چې په لومړیو کې یې خپل فعالیت د دوو غواګانو له ساتلو پیل کړی و، اوس یې کاروبار د فارم تر کچې رسېدلی؛ داسې فارم چې نن نه یوازې لبني محصولات بازار ته وړاندې کوي، بلکې څو ښځو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.
د ولایت د مسؤولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په جوزجان کې د غواګانو ۱۵ فارمونه فعال دي چې له ډلې یې یو د یوې ښځې لهخوا مدیریت کېږي.
تمنا افشار چې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې ده، څلور کاله مخکې یې د پنځه لکه افغانیو په پانګه د غواګانو یو کوچنی فارم جوړ کړ. نوموړې چې د ټولنیزو علومو او اقتصاد برخو کې د لیسانس دوه سندونه لري، اوس توانېدلې خپله پانګه اووه لکه افغانیو ته لوړه کړي.
د هغې په خبره، د دغه فارم له جوړولو موخه یوازې د لبنیاتو تولید نه و، بلکې ښځو ته د کار زمینې برابرول هم د هغې د کار له مهمو هدفونو څخه و.
افشار وايي: «د کار په پیل کې مې یوازې د دوو غواوو له ساتلو کار پیل کړ، خو د هڅو او سم مدیریت له برکته اوس د غواوو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.»
اوس مهال په دغه فارم کې شپږ ښځې او دوه مسلکي نارینه په کار بوخت دي. دغه کارکوونکي د بېلابېلو برخو لکه د غواوو ساتنه، د شیدو لوشل، د لبني محصولاتو پروسس او بستهبندي کې فعالیت کوي.
د مېرمن افشار په خبره، په دغه فارم کې هره ورځ شاوخوا ۵۰ کیلوګرامه شیدې تولیدېږي چې وروسته له پروسسه پر بېلابېلو لبني محصولاتو بدلېږي.
هغې زیاته کړه چې تولید شوي محصولات تازه شیدې، مستې، پېرږی، پنیر، چکه، ژېړ غوړي او کوچ دي چې له چمتو کېدو وروسته بازار ته وړاندې کېږي او د پېرېدونکو له ښه هرکلي سره مخ شوي دي.
تمنا افشار وايي، غواړي په راتلونکي کې د غواوو شمېر او د تولید کچه نوره هم لوړه کړي څو لا زیاتې ښځې وکولای شي په دې برخه کې بوختې شي.
هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې د مناسب ځای برابرولو، د حیواني خوراکي توکو برابرولو او د مسلکي زدهکړو زمینې په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.
په دغه فارم کې کارکوونکې ښځې له رامنځته شوي فرصته خوښي څرګندوي.
مرضیه چې ۴۸ کاله عمر لري او د اتو ماشومانو مور ده، وايي: «له دې مخکې مې هیڅ د عاید سرچینه نه لرله او د کور ډېر لګښتونه به زما د مېړه پر غاړه وو؛ خو اوس کولای شم د کور د لګښتونو په برابرولو کې برخه واخلم او احساس کوم چې مهم رول لرم.»
زهره، چې د مستو او پنیر د تولید برخه کې کار کوي، وايي: «په دغه فارم کې کار زموږ لپاره ډېر ارزښت لري؛ نه یوازې عاید لرو، بلکې نوې مهارتونه هم زده کوو او اوس پوهېږو چې څنګه له شیدو بېلابېل لبني محصولات جوړ کړو.»
بله ښځینه کارکوونکې مرجان وايي: «په داسې کاري چاپېریال کې د ښځو حضور د هغوی پر ځان باور زیاتوي؛ کله چې وینو یوه ښځه دغه کار پیل کړی او موږ هم ورسره یو ځای کار کوو، زموږ انګېزه او باور لا ډېرېږي.»
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر سمیعالله حکیمي وايي: «په دې ولایت کې ۱۵ د مالدارۍ فعال فارمونه شته چې له ډلې یې یو د یوې ښځې لهخوا جوړ شوی دی. دغه ریاست غواړي له دغه فارم او کارکوونکو سره یې اغېزمنه مرسته وکړي.»
نوموړي زیاته کړه: «په راتلونکي کې به د همکارو ادارو په همکارۍ د مالدارانو لپاره روزنیز او تخنیکي پروګرامونه هم پیل شي څو په دې برخه کې د هغوی ظرفیتونه لوړ شي.»