Language

په امریکا کې د «لائوسي» نوي کال په مراسمو کې د موټر ټکر؛ شاوخوا ۱۵ تنه ټپیان شول

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د امریکا د لوئیزیانا ایالت چارواکو ویلي چې د «لائوسي نوي کال» په مراسمو کې له ګډونوالو سره د یوه موټر د ټکر له امله شاوخوا ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

لائوسي نوي کال د بودیزم له دین سره تړلې مراسم دي چې هر کال د اپریل په میاشت کې لمانځل کېږي. د لوئیزیانا ایالت یوه کوچنۍ، خو فعاله لائوسي ټولنه لري چې ډېری یې د ویتنام له جګړې وروسته امریکا ته تللي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، تېره ورځ د نیو ایبریا ښار، د ایبریا پَریش اړوند سیمه کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې له ګډونوالو سره د یوې موټر د ټکر له امله شاوخوا ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ایبریا پَریش د پولیسو ویلي، لومړني څېړنې ښيي چې پېښه قصدي نه ده.