میدانښار (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د میدانوردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو او سېلاب له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د جغتو ولسوالۍ د باریکاب حوزې اړوند په کوزې علانه کلي کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده پېښه کې یوه سپینږیري او دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
سرچینه دغهراز وايي چې د جغتو ولسوالۍ د ګڼدهقول کلي کې هم یوه کس د سېلاب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده، وړمه شپه د کابل ګوسفنددره کې هم د زلزلې له امله پر یوه استوګنیزه خېمه د دېوال ړنګېدو له امله د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي وو.