Language

خوست کې د افغان ځواکونو برید کې د پاکستان لس عسکر وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): امنیتي سرچینې وایي چې تېره شپه افغان ځواکونو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې له کرښې سره د پاکستان پر یوې پوستې غچ‌اخیستونکی برید کړی چې له امله یې لس پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

امنیتي سرچینه زیاتوي چې یاد عملیات د ټڼیو ولسوالۍ په ورژلي سیمه کې ترسره شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د پاکستان پوځي رژیم یوه پوسته له منځه وړل شوې، له لسو وژل شوو پاکستاني عسکرو د یوه مړی افغان ځواکونو له ځان راوړی دی.

سرچینه دغه‌راز وایي، د یاد غچ‌اخیستونکي برید موخه دا وه چې د پاکستان پوځي رژیم ډېری وخت د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.