Language

ونس: لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند برخه نه ده

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ په اوربند کې شامل نه دی؛ بل لور ته ایران خبرداری ورکړی چې که اسرائیل پر لبنان بریدونه پای ته ونه رسوي، تهران به جګړې ته داخل شي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ونس دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې پاکستان ادعا کړې وه چې لبنان هم په دغه اوربند کې شامل دی.

د راپور له مخې، اسرائیل پر لبنان پراخ بریدونه کړي چې ویل کېږي یوازې په لسو دقیقو کې شاوخوا ۱۰۰ هوايي بریدونه ترسره شوي او سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

جي‌ډي ونس همداراز ټینګار کړی چې د اوربند هوکړه یوازې په مشخصو مواردو پورې محدوده ده او لبنان د هغې برخه نه ده. هغه زیاته کړې چې نه واشنګټن او نه هم اسرائیل له داسې موضوع سره موافقه کړې ده.

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې که اسرائیل پر لبنان جګړه پای ته ونه رسوي، ایران به جګړې ته داخل شي.

دوه شپې مخکې، ډونالډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د دوو اوونیو لپاره د بریدونو درولو او د دوامدارې سولې لپاره د هڅو د دوام په اړه د هوکړې خبر ورکړ. تهران هم اعلان کړی چې که بریدونه ودرېږي، خپل پوځي عملیات به وځنډوي او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ امنیت به تأمین کړي.

ایراني رسنیو تېره شپه راپور ورکړی، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند اعلان شوی، د امریکا او اسرائیل جنګي الوتکو د لاوان ټاپو د نفتو یو چاڼ‌خونه په نښه کړې ده.