Language

د ايران د بهرنيو اړيکو د ستراتيژيکي شورا رييس کمال خرازی ومړ

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ايران د بهرنيو اړيکو د ستراتيژيکي شورا رئيس کمال خرازي چې د امريکا او اسرائيلو له لوري پر تهران د بريدونو له امله سخت ټپي شوی و، ژوند له لاسه ورکړی دی.

تسنيم خبري اژانس نن (جمعه) راپور ورکړی، سيدکمال خرازي چې له دې وړاندې د امريکا او اسرائيلو له لوري د تهران په شمال کې پر خپل کور د هدفمند بريد له امله ټپي شوی و، څو ساعته مخکې ومړ.

د يادونې ده، اته ورځې وړاندې ايراني رسنيو راپور ورکړی و چې د امريکايي او اسرائيلي الوتکو د بمبارۍ په پايله کې خرازي په خپل کور کې سخت ټپي شوی او مېرمن يې هم ژوند له لاسه ورکړی و.

Related Topics