Language

کابل کې د افغانستان او چین ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا ارزونه

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مسؤولینو او د چین د تخنیکي پلاوي ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو او دودیز طب د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا ناسته د یاد وزارت په مقر کې چین ته د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل تخنیکي پلاوي د وروستي سفر په دوام جوړه شوه او د هماغه سفر پر مطرح شوو موضوعاتو متمرکزه وه.

سرچینه لیکي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د دودیز طب برخه کې د علمي ظرفیتونو لوړولو لپاره د زمینې برابرولو، د طبیعي پېښو د مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د دودیز طب د مرکز جوړولو او افغانستان ته د چیني متخصصانو د رابللو په اړه خبرې وکړې، څو د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي برخه کې د افغان متخصصانو وړتیاوې پیاوړې کړي.

سرچینه زیاتوي، همدارنګه هغه موضوعات چې مخکې د چین د روغتیا کمېسیون له مرستیال سره مطرح شوي وو، د هغوی رسمي تعقیب هم وڅېړل شو.

پر دې سربېره، افغان لوري اعلان وکړ چې په چین کې مطرح شوي موضوعات په بیجینګ کې د افغانستان سفارت له لارې له اړوندو ادارو سره شریک شوي او تعقیب به یې وشي. همدارنګه هیله څرګنده شوه چې په تېرو ناستو کې شوي تعهدات او هوکړې په پړاوونو کې عملي شي.

Related Topics