Language

د افغانستان د فوتبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان سره خپله څلورمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته د ماسپښین ۱:۳۰ بجه په اوزبېکستان کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

د یادونې ده، کافا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې ترسره کېږي.