Language

په خېبر پښتونخوا کې د واکسیناسیون ټیم پر ساتونکو برید؛ یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵):د خېبر پښتونخوا په ایالت کې د پولیو د واکسیناسیون د یوه ټیم پر ساتونکو د نامعلومو وسله‌والو په برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

جیو نیوز راپور ورکړی چې دا پېښه نن د خېبر پښتونخوا د هنګو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، په دې برید کې یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په پاکستان کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو د واکسیناسیون د سراسري کمپاین دویم پړاو پیل شوی دی. دغه پنځه ورځنی کمپاین د پنځو کلونو څخه کم عمره تر ۴۵ میلیونه زیات ماشومانو د واکسینولو په موخه پیل شوی دی.

پاکستان او افغانستان هغه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې له منځه نه دی وړل شوی.

په تېرو کلونو کې وسله‌والو ډلو څو ځله د واکسیناسیون ټیمونه او د هغوی ساتونکي په نښه کړي دي.