Language

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په رسمي سفر چین ته رسېدلی دی.

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې لاوروف به د دغه سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.

تمه ده چې دواړه لوري به د دوه اړخیزو اړیکو او نړۍوالو مسایلو په ګډون د منځني ختیځ د وضعیت او د اوکراین د کړکېچ په اړه نظرونه تبادله کړي.

په راپور کې راغلي چې دغه سفر به دوه ورځې دوام وکړي.