Language

پاکستان کې یو کس د ۳۶۰ کیلوګرامه هرويینو د قاچاق په تور پر عمري بند محکوم شوی

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د پاکستان کراچۍ کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړې محکمې یو کس برېتانيا ته د ۳۶۰ کیلوګرامه هرویینو د قاچاق په تور پر عمري بند محکوم کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد نشه‌یي توکي د فاضلابو په پلاستیکي پایپونو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل يې د صادراتي توکو يوه کانټینر کې يې ځای پر ځای کړي.

په راپور کې راغلي چې محکمې د بدشاه وزیر په نوم يو کس چې ویل کېږي له یوې نړیوالې شبکې سره د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو اړیکې لري، مجرم پېژندلی او پر عمري بند سربېره یې پر هغه د یو میلیون روپیو جریمه هم لګولې ده.

د څارنوالانو په وینا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یاد کانټینر تلاشي کړی او د پلاستیکي پایپونو په ۶۰ بستو کې یې ټول ۳۶۰ کیلوګرامه هروئین کشف کړي دي.

محکمې ویلي، که څه هم د تورن نوم د صادراتو په اسنادو کې نه و درج شوی، خو د هغه د جرم د ثابتولو لپاره کافي شواهد موجود وو.