کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د فراه امنیه قومانداني وايي، یو ماشوم چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یوې ژورې څاه ته لوېدلی و، ژغورل شوی دی.
د فراه د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه کلن ماشوم د بکواه ولسوالۍ په حسیناباد سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی و.
سرچینې لیکلي چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د سیمې امنیتي مسوولین، روغتیايي ټیم او ځایي اوسېدونکي د ژغورنې هڅې پيل کړې او یاد ماشوم يې را وایست او وژغوره.
امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې دغه ماشوم وروسته د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ملي دفاع وزارت هم د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له یوې ژور څاه د یوه ماشوم د ژغورلو خبر ورکړی و.