کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه د تاجیکستان، اوزبېکستان، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ۴۶ ورزشکاران کابل ته رارسېدلي دي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند اتل مشواڼي نن پژواک ته وویل چې د کورش، سامبو او دویزې غېږنیونې نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره تر دې مهاله کابل ته د تاجیکستان، اوزبېکستان، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ۴۶ لوبغاړي کابل ته رارسېدلي دي.
یاده ریاست په خبرپاڼه کې هم ویلي چې افغانستان د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړۍوالې جشنوارې کوربهتوب کوي.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې په دې جشنواره کې چې په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي؛ له افغانستان، اوزبېکستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه د کورش له ١۶۰ ډېر ملي لوبغاړي ګډون وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه جشنواره یوازې سیالۍ نه؛ بلکې د افغانستان د کلتوري هویت د نړۍوال کېدو، دودېزو ورزشونو د ودې، نړۍ ته د افغان ورزشکارانو د وړتیاوو ښودلو او د نړۍوالو اړیکو د پیاوړتیا یو مهم فرصت بلل کېږي.
د یادونې ده، یادې سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شي.